پلعلم (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د څرخ ولسوالۍ په «مولانا یعقوبي جمنازیم» کې ترسره شوې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه، د سیالیو پایلوبې ته د خورشید نوشهر او سیدانو لوبډلو لاره موندلې وه چې پکې خورشید نوشهر لوبډلې مقابل لوبډلې ته ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
نعیمزی وایي، د دغو سیالیو د جوړېدو موخه د لوګر ولایت په کچه فوټسال ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږي رامنځته کول وو.
د یادو سیالیو یو ګډونوال احمدصابر پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د لوګر د فوټسال لوبغاړو ترمنځ اړیکې پراخې او ظرفیتونه یې لوړ کړي.
نوموړي د فوټسال له فدراسیونه وغوښتل چې د لوګر د ورزشکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ورته سیالیو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
هېره دې نه وي چې د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP