Language

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

شبرغان (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د جوزجان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د جوزجان – سرپل پر لویه لار یو باروړونکي مازدا موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې یاده پېښه کې یو کس مړ شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شبرغان ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سه‌شنبه کلي کې شوې ده.

هغه د یادې پېښې لامل د موټر او موټرسایکل چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.