کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): تېره اونۍ، افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د «ټرانس – افغان» اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه، له ایرانه د افغان کډوالو جبري را ایستلو په دوام، نن د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر کابل ته راغی او ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره لس میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه.
- کابل کې د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان درې اړخیزه ناسته؛ د سیمې له بالقوه ظرفیته دې ګټه پورته شي.
- له ایرانه د افغان کډوالو جبري را ایستلو په دوام، د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر نن کابل ته راغی.
- ملګري ملتونه: راستنېدونکو افغان کډوالو ته مو لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې کړې.
- مولوي عبدالکبیر: په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی.
- برېټانیا کې د اطلاعاتو افشا کېدل؛ فطرت: هېڅوک د خپلو تېرو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي وو او یو بل ټپي و.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، غزني کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو ماشوم یې ټپي کړی و.
دغهراز، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویلي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د «لډو» لوبې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی و.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله درې کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
کابل ته د اوزبېکستان او پاکستان د پلاویو سفر
تېره اونۍ کابل کې افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د «ټرانس – افغان» پروژې د امکانسنجۍ مطالعاتو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغهراز، د یادو درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کابل کې د سیاسي سلامشورو درې اړخیزه ناسته کې د دغو هېوادو ترمنځ د قوي اړیکو پر رامنځته کېدو، سیمهییز ثباب، اقتصادي نښلونې او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د راپورونو له مخې، په یاده ناسته کې ټینګار وشو چې د دوامداره همکاریو له لارې دې د سیمې له بالقوه ظرفیته پوره استفاده وشي څو د سیمې د ملتونو د دایمي هوساینې لامل شي.
د افغان کډوالو جبري راایستنه او په تړاو یې کابل ته د م.م د لوړپوړي چارواکي سفر
له څه مودې راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو را ایستلو زور اخستی. دغهراز له پاکستانه هم افغان کډوال را ایستل کېږي. تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایرانه را ایستل کیږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ويلي چې په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید نړۍواله ټولنه په دې برخه کې مرستې وکړي.
د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا ویلي چې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدنه د اندېښنې وړ ډېره شوې؛ له هغوی سره د همکارۍ او مرستې جدي اړتیا ده او د دغه وضعیت له دوام سره به د یادو کډوالو ستونزو ته رسېدنه سخته شي.
تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول عرفات جمال د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.
بلخوا بیا نن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه کابل ته را ورسېد.
ګرانډي ویلي، د سفر موخه یې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورته د ګډې حللارې موندلو په موخه د اسلامي امارت له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي.
هغه په ډلهییزه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستل یوه ننګونه بللې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم نړۍواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده خو د دوی اداره به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمان فاني وویل چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
هغه هیله څرګند کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر سفر به د راستنېدونکو کډوالو ادغام او د هغوی لپاره د مرستو په راجلبولو کې مثبت رول ولوبوي.
برېتانیا کې د افغانانو د اطلاعاتو افشا کېدل
د راپورونو له مخې، له بریتانوي ځواکونو سره د همکار افغانانو معلومات افشا شوي دي. په افشا شوو معلوماتو کې د شاوخوا ۱۹ زره هغو افغانانو اسناد لیدل کېږي چې پخوا یې له برېتانوي ځواکونو سره همکاري کړې ده. دغهراز د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا شوې چې له دې افشا وروسته په افغانستان کې د یادو کسانو پلټنه او تعقیب زور اخیستی دی.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په برېټانیا کې د اطلاعاتو افشا کېدو ته په غبرګون کې وایي، د بښنې عمومي فرمان ټولو ته خوندیتوب ورکوي او تر اوسه هيڅوک د خپلو تېرو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی او نه هم تر تعقیب لاندې دی.
هغه زیاته کړې: «د نوملړ له افشا وروسته د دغو کسانو د څارنې راپورونه غلط او ناسم دي. استخبارات هيڅ اړتیا نه لري هغه کسان چې مخکې ورته عفوه شوې وڅاري. د یادو کسانو ټول اړوند اسناد او معلومات په دفاع او کورنیو چارو وزارتو او استخباراتو کې موجود دي. موږ د هغو اسنادو استفادې ته اړتیا نه لرو چې د برېتانیا له لوري افشا شوي دي.»
فطرت زیاته کړې چې د اسلامي امارت له لوري له هېچا سره انتقامي چلند نه کېږي او هيڅوک دا حق نه لري چې بل څوک وڅاري او یا یې وځوروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP