Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر کابل ته راغی

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه نن سهار کابل ته را ورسېد.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمان فاني د ګرانډي هرکلي ته د کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلی و.

فاني ویلي چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

هغه ویلي، راستانه شوي کډوال پر بېړنیو مرستو سربیره د سرپنا، تعلیم او روغتیا برخو کې هم خدماتو ته اړتیا لري.

نوموړي هیله څرګند کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر سفر به د راستنېدونکو کډوالو ادغام او د هغوی لپاره د مرستو په راجلبولو کې مثبت رول ولوبوي.

دغه‌راز ګرانډي ویلي، د سفر موخه یې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورته د ګډې حل‌لارې موندلو په موخه د اسلامي امارت له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي.

یاد وزارت لیکلي چې ګرانډي په ډله‌ییزه او جبري توګه ‎له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو را ایستل یوه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه چې که څه هم نړۍواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده خو د دوی اداره به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې ګرانډي به په کابل کې له چارواکو سره تر لیدنو وروسته هرات ولایت ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وارزوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.