خوستښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د هېواد له شمالي ولايتونو يو شمېر ځوانان د ملي يووالي د ټینګښت او د باور فضا رامنځته کېدو په موخه پکتيا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته تللي دي.
دغه ځوانان چې د بلخ، سمنگان، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو څخه دي، نن د چنګاښ په ۲۹مه په پکتيا ولايت کې يوې غونډې ته وويل چې د «اتحاد، اتفاق او همپالنې» تر شعار لاندې یې سفر پيل کړی او موخه یې د ولسونو ترمنځ د نږدېوالي فضا رامنځته کول دي.
د پکتیا ولايت د اطلاعاتو فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر سيفالرحمن وهاج دې غونډې ته وويل، ځوانان چې د هېواد مهم او بنسټیز قوت دی، د دا ډول برنامو له لارې کولای شي ټولنه کې د نفاق او مفني ذهنيتونه د خپرېدو مخه ونيسي.
په همدې حال کې، د پکتيا ولايت د علماوو شورا رييس شيخ صالح محمد فقير دغې غونډې ته وويل چې په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانانو بې اتفاقۍ ته ډېر کار شوی.
د نوموړي په خبره، اوسنۍ وخت د افغانانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو او د ملي يووالي د ټينګښت لپاره يو ښه فرصت دی.
هغه زياته کړه: «افغانان يو ملت دی، يو کور دی، د اتحاد په ټغر ناست يو، اغيارو مختلف نومونه راکړي وو، چا ته يو نوم چا ته بل نوم، په خپل منځ کې يې دا څلوېښت کاله وجنګولو.»
ورته مهال، هغه ځوانان چې د شمال څخه سوېل ختيځ زون ته ورغلي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې خوښي څرګند کړه او ويې ويل چې له دې وړاندې يې د دې سيمې په اړه ناسم معلومات اورېدلي وو.
د بلخ يو ځوانان اکبر پادشاه وويل: «واقعا دغسې تګ راتګ نه يوازې د ځوانانو بلکې د ولسونو ترمنځ هغه واټنونه چې د کلونو په ترڅ کې پيدا شوي وو، له منځه وړي او ځوانان له يو بل سره مينې ته هڅوي.»
د شمال زون يو بل ځوان علي انصاري بيا يادې غونډې ته وويل چې دا ډول سفرونه به د بېلابېلو ولایتونو د خلکو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ترسره کړي.
دی وايي: «دې خلکو په پرانېسته غېږ زموږ هرکلی وکړ او هغه څه و چې موږ مخکې نه و ليدلي او معلومات مې نه لرل او د بلخ د يو ځوان په توګه دا فکر کوم چې د ولايتونو ترمنځ مشترکات بايد پيدا کړو، څو د يووالي په برخه کې همکاري وکړي.»
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د شمال زون د علماوو او مشرانو یوې ډلې سوېل ختیځو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ته سفر کړی و او همداراز د سوېل ختيځو سيمو مشران او ځوانان شمال ته تللي و.
د مسوولينو په خبره، دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي څو د افغانستان د بېلابېلو سیمو د خلکو ترمنځ د تفاهم فضا لا غښتلي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP