کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په عینک مسو کان کې موندل شوي ۶۰ قلمه تاریخي اثار د لوګر سیمهییز موزیم ته وسپارل شول.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیحالله سادات له قوله راغلي چې دغه اثار د خټو، ډبرو، فلزاتو او ښیښو څخه جوړ شوي دي چې نه یوازې د تېرو دورو د شتمن او بډای تاریخ څرګندونه کوي، بلکې د اوسنۍ ټولنې په فرهنګي او ټولنیزه پېژندنه کې هم مهم رول لوبوي.
هغه ویلي، په دغو اثارو کې خُمونه، کوچنۍ خټينې کوزې، جامونه او قدحونه، بېلابېل ډول څراغونه، د مسو ځنځیرونه، لاسبندونه، له عقیق، لاجورد، عاج او له هډوکو جوړ وسایل شامل دي.
سادات زیاته کړې: «دغه اثار موږ ته د هغه وخت د خلکو د ورځني ژوند، هنر او صنعت په اړه ارزښتناک معلومات راکوي.»
د ده په خبره، د لوګر سيمهييز موزيم ته د دې ۶۰ قلمه لرغونو آثارو لېږدول نه یوازې یو مهم فرهنګي اقدام دی، بلکې د ملي هویت د پیاوړتیا، د ځوان نسل لپاره د معلوماتو او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره هم بهترینه وسیله بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP