Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو تفریحي پارکونو جوړولو چارې پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): دغزني ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو تفریحي پارکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه  نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، له یادو پنځو پارکونو څخه دوه نسبتاً لوی دي او درې نور یې کوچني.

هغه وویل، یو لوی پارک به د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د فروخي څلورلارې ته څېرمه په درې جریبه ځمکه کې او بل د درېیم پلان په سیمه کې په څلور جریبه ځمکه کې جوړ شي.

حمزه زیاته کړه، چې درې واړه کوچني پارکونه به هم د ښار د درېیم پلان رهایشي سیمو ته څېرمه په ۲۷۰۰ متره مربع ځمکو کې جوړ شي.

د هغه په وینا، پر یادو پارکونو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

نوموړي وویل، یاد پارکونه به شنې ساحې، پخې لارې، د اوبو فوارې، ویالې، حوضونه او نور اړین ملحقات ولري.

د هغه په وینا، د دغو پارکونو د جوړېدو چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي او د کار پر مهال به یې نږدې ۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته مهال، د غزني ښار اوسېدونکي د دغو پارکونو جوړلو خوښي څرګندوي او وايي چې دا پارکونه به نه یوازې د ښار بڼه بدله کړي، بلکې خلکو ته به د تفریح لپاره مناسب چاپېریال هم برابر کړي.

د ښار یوه اوسېدونکي عزیزاحمد پژواک ته وویل: «د پارکونو جوړول د ښار د ښکلا تر څنګ د خلکو لپاره د تفریح ښه زمینه هم برابروي.»

باید وویل شي چې اوسمهال په غزني ښار کې یوازې د «حکیم سنایي» په نوم یو پارک شتون لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.