Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کور او ښار جوړولو وزارت: ۵۲ ښاري پلانونه جوړ او منظور شوي دي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تېر کال یې د کډوالو لپاره د ۲۱ ښارګوټو د جوړولو تفصیلي پلانونه جوړ کړي، څه باندې ۸۷ زره راستنو شوو کورنیو ته یې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې او د ۵۲ ښارونو لپاره یې تفصیلي، اصلاحي او بیارغنیز پلانونه جوړ کړي دي.

د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د ښار او کور جوړولو وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاسته‌راوړنې بیان کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې د نوي کابل ښار د بنسټیزو زیربناوو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي، د ښار عمومي نقشه، د سړکونو او خدماتي شبکو ابتدایي ډیزاینونه بشپړ او د ځمکو د حقوقي ستونزو د حل لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د سیمې په کچه د دې ستر ملي ښار د جوړېدو چارې د تخنیکي معیارونو پر بنسټ چټکې کړو، څو خلک ژر تر ژره له معیاري ښاري خدماتو برخمن شي.»

ده وویل چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راایستو د اسکان په برخه کې ستونزې جوړې کړې او د کورونو کرایې ورسره لوړې شوي دي.

د هغه په وینا، کله چې افغانستان پرمختګ پیل کړي، ګاونډي هېوادونه په «غیرانساني شکل» د افغان کډوالو راایستل پیل کړي.

په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو راایستو زور اخستی او تر څنګ یې پاکستان هم افغان کډوال وباسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست له یادو هېوادونو غواړي چې د کډوالو په راایستو کې انساني او شرعي اصول مراعات کړي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل: «په ۲۵ ولایتونو کې د اړمنو مهاجرو کورنیو لپاره ۳۵ نوي ښارګوټي پلان شوي چې له ډلې یې د ۲۱ ښارګوټو لپاره د تفصلیي پلانونو طرحه، ترتیب او منظور شوې ده.»

د ده د معلوماتو له مخې، یاد ۲۱ ښارګوټي په کندهار، هلمند، کونړ، فاریاب، بلخ، کندوز، سرپل، هرات، جوزجان، نیمروز، پکتیا، پکتیکا، غزني، بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت د کډوالو لپاره د ۱۳ نورو ښارګوټو د پلان طرحه تر کار لاندې ده.

ده وویل چې د ځمکو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو ستونزو د حل کمېسيون یاد وزارت ته د ۸۷۰۰۰ راستنو شوو كورنيو نوملړ سپارلی چې نږدې ۹۰ سلنه ته یې لومړنۍ فورمي ډكې شوي دي.

د هغه په وینا، د کډوالو لپاره ۶۰ ښارکوټي په پام کې نیول شوي چې ټولیزه ځمکه یې ۱۴۶ زره جریبه کېږي او دغه ځمکه یاد وزارت ته سپارل شوې ده.

دی وايي، یاد وزارت د ساختماني پلانونو او ډيزاين په برخه کې له ۳۰۰ زياتي ساختماني نقشي د مرکز او ولايتونو لپاره طرح او ډیزاین كړې چې د کابل – کندهار لویي لارې جوماتونه، د جمهوریت روغتون نوې ودانی، د میدان‌ښار ترمینل او نورې ودانۍ په کې شاملي دي.

د یاد وزارت د ښاري چارو د پراختیا مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل چې دغه وزارت تېر کال د ۵۲ ښارونو لپاره تفصیلي، اصلاحي او بیا رغنیز پلانونه جوړ کړي، د کابل ښار د سړکونو شبکه‌یي پلان یې وروستی کړی  او د پلي کېدو لپاره یې اړوندو ادارو ته سپارلی دی.

دی وايي، د تاریخي ښارونو د تخنیکي سروې ترڅنګ، له یونسکو او اغاخان بنسټ سره د دغه وزارت ګډ تخنیکي کار دوام لري.

د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین وویل چې دغه وزارت د نوي کابل ښار، اقتصادي زونونو، ترمینلونو، او طبي کمپلکسونو لپاره ځمکې ځانګړې کړې دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه: «زموږ هدف دا دی چې ښاري پراختیا باید د نظم، دوامداره پرمختګ او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر محور متمرکزه وي.»

ارین وايي، دغه وزارت د شرکتونو د ثبت او جواز فعالیت، د سرپناه برابرولو، د ښارګوتو لپاره د پلو لارو او بایسکل ځغلولو لارو د طرحې او تنظيم تګلارې او د ودانیو لپاره د برېښنا رسولو، هوا او تودوخي مقرره حوړه کړې او د اجرا په مرحله کې ده.

چارواکو وویل چې یاد وزارت د راتلونکي کال لپاره هم ستراتیژیک پلانونه لري، چې په کې کابل کې د قطري ښارګوټي دویم فاز، کابل کې د نیله باغ پروژه، د نوي کابل ښار پرمختیا او د ګڼ شمېر ولایتونو لپاره د نویو ښارګوټو جوړول شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.