Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې

ایبک (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د سمنګان ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ ټیمونو په ګډون پیل شوې.

د سمنګان د فوټبال فدراسیون رییس تاج‌محمد خداداد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیالۍ د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې او ټاکل شوې چې د دوو میاشتو لپاره به د ایبک ښاروالۍ په لوبغالي کې دوام ولري.

هغه زیاته کړه چې د سمنګان فوټبال لیګ د دغه پړاو غوره لوبډلې به د هېواد شمالي زون د اتلانو لیګ سیالیو کې برخه واخلي.

هغه څرګنده کړه چې د دغه لیګ لومړۍ لوبه چې د ازادي نوین او خورشید ټیمونو ترمنځ وشوه، د یوې – یوې نومرې په ترلاسه کولو سره مساوي پای ته ورسېده.

بلخوا، د سمنګان د فوټبال لوبغاړو د دغه لیګ د ترسره کېدو هرکلی کړی او د هېواد د فوټبال فدراسیون او سرپرست حکومت له مسوولینو یې غوښتي چې په دغه ولایت کې د فوټبال د ودې لپاره  لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سمنګان د فوټبال لیګ الف ډله هم د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.