Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متقي او العیسي لیدنه؛ د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴):  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ پر یووالي او ورپېښو ننګونو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

یاد وزارت لیکلي، متقي له اسلامي نړۍ سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د حکومت د نږدې اړیکو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول مهم وباله.

سرچینه زیاتوي چې ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مشرتابه عمومي عفوه ستایلې ده.

نوموړي همداراز د رابطة العالم الاسلامي او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د منظمو اړیکو دوام، او د اسلامي امارت استازو ګډون د دغې همغږۍ لپاره مهم وباله.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ناستې په پای کې دواړو لوریو د دا ډول لیدنو او متقابل تګ راتګ د زیاتوالي ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.