Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مشر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راورسېد

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی او ټاکل شوې د اسلامي امارت او د یاد سازمان ترمنځ د اړیکو د لا ټينګښت او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل‌لارو په اړه خبرې وشي.

ارګ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه العالم الاسلامی) د رییس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی په مشرۍ پلاوي ته په ارګ کې ښه راغلاست ووايه.

سرچينه زیاتوي، په پام کې ده چې د اسلامي امارت ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند به د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له ريیس او مل پلاوي سره په کتنه کې د اسلامي امارت او د یاد سازمان ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا ټينګښت او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل‌لارو په اړه بحث او خبرې وکړي.

ارګ لیکلي، ټاکل شوې شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی کابل ته د خپل رسمي سفر په جريان کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم جلا کتنې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.