کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په لومړي ځل د قطر هېواد د مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ یاد هېواد ته د افغان کارګرانو لېږلو په تړاو هوکړه وشوه چې له مخې یې، د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې ویلي وو چې د یوه تړون له مخې به ۶۵ زره افغانان د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي.
یاد وزارت ویلي وو، بهرنيو هېوادونو ته د کارګرو لېږلو تړونونه د تېر نظام پر مهال لاسليک شوي وو چې تطبيق يې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلی و.
تېر کال د یاد وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر پر رسمي بلنه دوحې ته ولاړ څو هلته قطر ته د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو د لېږد په تړاو د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه وزارت په لومړي ځل د قطر شاهي هېواد د مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو لېږلو په تړاو هوکړه وشوه چې له مخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي.
سرچینه لیکي، د دغه کار موخه په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو لېږل او په راتلونکي کې د هغو له حقونو لازم ملاتړ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر شرایطو برابرو کسانو د نوملیکنې او ثبت بهیر به د دغه وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو د اعزام ریاست تر څار لاندې او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له لوري په قانوني او باوري ډول پیل شي او د دغه کار لپاره به د نوملیکنې څرنګوالی، شرایط او ځانګړي مرکزونه به وروسته اعلان او په ډاګه شي.
یاد وزارت هېوادوالو ته سپارښتنه کړې چې د پروسې له پیل وروسته خپلې ځانګړتیاوې یوازې له رسمي، باوري او منظور شوو مرکزونو سره ثبت او له غیرمسوولو اشخاصو، جعلي شرکتونو یا نامعلومو مراجعو سره له نوملیکنې ډډه وکړي، څو د هر ډول ناوړې ګټېاخیستنې مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP