Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندونیزیا کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله پنځه کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په شمالي سولاوسي جزیره کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سي‌اېن‌اېن د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یوې کښتۍ چې سلګونه کسان په‌کې سپاره وو، پرون (یکشنبه) د اندونیزیا سولاوسي جزیرې سره نږدې سمندر کې اور اخیستی چې له امله یې د یوې میندوارې مېرمنې په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپور کې راغلي چې څه باندې ۲۸۰ مسافر او د کښتۍ کارکوونکي ژغورل شوي او د تخلیې هڅې لا هم روانې دي.

د راپور له مخې، د ژغورنې په عملیاتو کې ځایي ‌کب‌نیوونکي هم شامل وو، یو شمېر هغه کسان چې د ژغورنې واسکټونه یې پر ځان وو او د اوبو څپو شاوخوا جزیرو ته وړل، ژغورلي دي.

د ټپیانو هيڅ راپور نشته او د کښتۍ د کارکوونکو او مسافرو دقیق شمېر هم معلوم نه دی.

چارواکو زیاته کړې چې د یادې اورلګېدنې لامل به وڅېړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.