غزنيښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د کرکټ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال انټرکلب ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
په غزني کې د کرکټ مسوول عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو سیالیو کې ټولې ۲۴ لوبډلې برخه لري چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ به دوه میاشتې دوام وکړي او د مهالوېش له مخې به هره لوبډله پنځه لوبې ترسره کوي او هره ورځ به یوه لوبه ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، یادې سیالۍ د لوبغاړو د فزیکي او تخنیکي وړتیاوو لوړولو او د ولایتي سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وینا، د غزني د انټرکلب سیالیو لومړۍ لوبه کې وفا ټایګر او د اغاجان لوبډلې میدان ته ووتلې چې په ترڅ کې یې وفا ټایګر سیاله لوبډله د ۱۱۴ منډو په توپیر ماته کړه.
د یادو لوبو یوه لوبغاړي عصمتالله معصوم پژواک ته وویل، دوی د لوبغالو برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، هیڅ ډول معیاري لوبغالی نشته چې په ډاډه زړه لوبې پهکې وکړي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې یادې برخې ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، په غزني کې درې ورځې مخکې هم د کرکټ ۶ کلبونو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP