Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزارت سرپرست له اوزبېکستاني چارواکو سره د سرحدي همکاریو په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست له اوزبېکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سرحدي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د اوزبېکستان د استخباراتو له رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي له مرستیال جنرال مختورف فرخ، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې اوزبېکستاني پلاوي په هېواد کې پر بشپړ امنیت او اقتصادي پرمختګ خوښي وښوده او د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا يي ټينګار وکړ.

یاد وزارت لیکلي، همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست په نړۍوال سټېج کې د افغانستان په اړه د اوزبېکستان له مثبت دریځ څخه مننه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي يي ټينګار وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یادې ليدنې په پای کې دواړو لورو د سرحدي همکاريو، د ښو اړیکو رامنځته کېدو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.