میدانښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): میدانوردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه ماین پر یوه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د میدانوردګو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د چک ولسوالۍ د کوز خوات سیمې اړوند په ظریف کلي کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې کله یو سراچه موټر پر یوه پخواني پاتې ماين ور برابر شوی او چاودنه یې کړې ده.
یاد ریاست لیکلي چې په دې چاودنه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP