Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې

پل‌علم (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پنځو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د عامې روغتیا رییس حافظ سیدالرحمن قادري نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یادې ودانۍ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، څرخ، خروار، بره‌کي‌برک او خوښۍ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

هغه وویل، پر دغو پروژو ۵۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوی او د دغو مرکزونو له لارې به شاوخوا ۱۵ زره کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي هم په دغه غونډه کې وویل، دا مرکزونه په هغو ولسوالیو او کلیو کې جوړ شوي چې تر ډېره یې اوسېدونکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې روغتیايي خدمات پراخ کړي، د خپلو کارکوونکو ظرفیت لوړ او هېواد په روغتیايي برخه کې پر ځان بسیا کړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق رییس کوا بن تا حسندي وویل، هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ، افغانانو ته بنسټیز روغتیايي خدمات برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه، افغانان لا هم د روغتیا په برخه کې ډېرو مرستو او پاملرنې ته اړتیا لري.

د غونډې په پای کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور او یو شمېر قومي مشرانو د یادو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د لوګر ولایت په نورو سیمو کې هم ورته اساسي روغتیايي مرکزونو ته اړتیا ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.