کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه پر خوارځواکۍ د اخته نږدې ۲.۹ میلیون ښځو او ماشومانو له ثبتېدو خبر ورکوي چې ډاکټران خبرداری ورکوي، خوارځواکي کېدای شي د جنین د سقط، د سوءشکل، په ماشومانو کې د ورو فیزیکي او رواني ودې او ان په میندو کې د سکتې او مړینې لامل شي.
پر خوارځواکۍ د اخته ۲.۹ میلیون ماشومان ښځو ثبتېدل
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر کال له چنګاښ میاشتې د سږ کال تر چنګاښ پورې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته ۲.۹ میلیون ماشومان او میندې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغو ناروغانو د خوارځواکۍ د درملنې ۳۲۰۰ مرکزونو ته مراجعه کړې ده.
خوارځواکي څه شی ده؟
د کابل په اندراګاندي روغتون کې د داخله ناروغیو برخې پروفیسور ډاکټر محمدعارف حسنزي وویل: «تغذیه د ماشوم له لوري د مناسبو خوراکي توکو خوړل دي؛ په داسې حال کې چې خوارځواکي یو غیرعادي حالت دی او معنا یې دا ده چې ماشوم کافي خواړه نه دي ترلاسه کړي.»
د هغه په خبره، خوارځواکي هغه مهال رامنځته کېږي چې کله بدن کافي او متوازن غذايي مواد، انرژي، پروټین، ویټامینونه او معدني مواد ترلاسه نه کړي او یا دغه توکي له اندازې زیات ترلاسه کړي؛ په داسې طریقه چې د بدن روغتیا، وده او نورمال فعالیت ګډوډ کړي.
هغه وويل چې د وزن ډېر کمېدل، د عمر په پرتله لنډ قد، ډېر ډنګرېدل، د لاسونو او پښو پړسوب، ګنګسیت، کمزورتیا، تفریح یا ډوډۍ خوړلو ته سستي، د ویښتانو تویېدل، جلدي زخمونه او د پوستکي د رنګ تغییرېدل پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته له نښو نښانو دي.
هغه زیاته کړه چې د خوارځواکۍ یو ډول کمزوري کېدل دي چې یوازې پوست او هډوکي پاتې کېږي او پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم څېره د یوه بوډا کس په څېر بڼه غوره کوي. دویم ډول چاغښت دی، خو د ناروغ بدن له اوبو ډکېږي. په درېیم ډول کې، ماشوم د سینې برخه کې له سخت ډنګروالي سره مخ کېږي او په پښو او لاسونو کې یې پړسوب لیدل کېږي.
دغه راز، د کابل ښار په ملالۍ زېږنتون کې د روزنیز مرکز مرستیاله ډاکټر نظیفه صافي وايي چې خوارځواکي د افغانستان په ګډون د مخ پر ودې هېوادونو کې یوه جدي ستونزه ده چې ډېری ماشومان او مېرمنې پهکې پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
هغې په مېندواره مېرمنو کې د پوستکي ژېړوالی او د رنګ بدلون، کمزوري، د وينې کمښت او د وزن ډېر کموالی پر خوارځواکۍ د اخته کېدو نښې یادې کړې ویې ویل؛ ځکه چې مور د میندوارۍ پر مهال کافي خواړه نهشي ترلاسه کولای.
پر خوارځواکۍ د اخته کېدو لاملونه څه دي؟
ډاکټر حسنزی وايي: «په ماشومانو کې خوارځواکي، په ځانګړې توګه په بېوزله او جګړې ځپلو یا له طبیعي پېښو لکه سېلابونو، وچکالۍ او نورو ستونزه سره په مخ هېوادونو کې زیاته ده؛ ځکه چې کافي خواړه نه ورته رسیږي.»
هغه وويل چې ډېری له پنځو کلونو کمعمره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي او زیاته یې کړه: «هر ماشوم اړتیا لري له خپل عمر سره سم خواړه ترلاسه کړي؛ د بېلګې په توګه، ماشوم چې نوی وزېږي، د مور شیدې یې بشپړ خواړه وي چې تر شپږو میاشتو به ترې استفاده کوي او له همدې لارې وده کوي، قد باسي او ذهني وده هم کوي، د کافي خوړو، منرالونو او ویټامینونو نه ترلاسه کول ماشوم د خوارځواکۍ لور ته بیايي.»
دغه راز، ډاکټر نظیفې صافۍ هم د سمو خوړو نه شتون د میندوارو میندو ترمنځ د خوارځواکۍ اصلي لامل وباله او ویې ویل، اقتصادي ستونزې د میندوارو میندو ترمنځ د خوارځواکۍ یو له اصلي لاملونو دی؛ ځکه چې کافي خواړه نه شي ترلاسه کولای.
هغې زیاته کړه، په یو شمېر کورنیو کې داسې دودونه شته چې لومړی نارینه او وروسته بیا ښځې خواړه خوري چې ښايي ښځو ته کافي خواړه ونه رسېږي.
په ميندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ پایلې
ډاکټر حسنزي په دې اړه وويل چې د عمر په پرتله لنډ قد، ډېر ډنګروالی او ورو ذهني او فکري وده د خوارځواکۍ له منفي اغېزو دي.
هغه زیاته کړه: «د خوارځواکۍ یوه ډېره بده پایله دا ده، یو ماشوم چې کله د ځوانۍ مرحلې ته رسېږي، موږ متوجه کېږو چې ذهن یې ښه وده نه ده کړې، ښه درس نه شي لوستلی.»
دغهراز، د ډاکټر نظیفې صافۍ په وینا، د وینې کموالی، دایمي ستړیا او کمزوري، د جنین سقطېدو احتمال، سوءشکل، د زېږون پر مهال وینه بهېدنه او د نوي زېږېدلي ماشوم کم وزن د خوارځواکۍ له پایلو دي.
نوموړې وايي: «په ښځو کې د خوارځواکۍ یو له ډېرو خطرناکو پایلو دا ده چې مور د وینې له سخت کموالي سره مخ وي، د زېږون پر مهال خونریزي لري او یا د جنین له سقط سره مخ شي یا مور خپل ژوند له لاسه ورکړي.»
د ډاکټرانو سپارښتنه
ډاکټر حسنزي وویل: «که موږ وکولای شو یوه ماشوم ته د هغه د عمر مطابق بشپړ خواړه ورسوو او د هغه د وجود لپاره بسنه وکړي، له خوارځواکۍ به یې مخنیوی وشي.»
هغه چې تر دوه کلنۍ د مور له شيدو د ماشوم تغذیه کول مهم بولي زیاته کړه، د یادې ستونزې د مخنیوي لپاره مور باید خپل ماشوم ته لږ تر لږه تر ۶ میاشتو یوازې خپلې شيدې ورکړي، له شپږو میاشتو وروسته د مور د شيدو ترڅنګ دې ماشوم ته متمم خواړه هم ورکړل شي.
هغه د متممو خوړو په اړه وویل: «له شپږو میاشتو وروسته دې ماشوم ته د ترکاري ښوروا، سوپ، اضافي شیدې، یخني، سریلاک او کرار کرار په ۹ یا لس میاشتو کې نیمه جامد، جامد خواړه او بالاخره له یو کلنۍ وروسته هغه خواړه چې د کورنۍ نور غړي یې خوري، ماشوم ته هم ورکړل شي.»
نوموړې د ماشومانو د حفظ الصحې پر رعایت هم ټینګار وکړ ویې ویل، د ماشومانو د خوارځواکۍ یو لامل د حفظ الصحې نه مراعاتول دي.
دغهراز، دوکتورس نظیفه صافۍ هم په میندوارو ښځو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه وویل: «مهمه ده چې په کورنۍ کې ښه اړیکه او متقابل درک شتون ولري او میندواره مېرمن باید د میندوارۍ پر مهال کلینیکونو ته مراجعه وکړي او له میندوارۍ مخکې مراقبتونه ترلاسه کړي، یوه مور د میندوارۍ پر مهال باید لږ تر لږه درې ځلې ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
هغې زیاته کړه، کله چې میندواره مېرمن ښه خوراک ولري، د وینې پر کموالي نه اخته کېږي؛ د وینې کموالی د خوارځواکۍ یوه نښه ده.
نوموړې وايي چې د زېږونونو ترمنځ د وقفې درلودل هم ډېره مهمه ده؛ ځکه پرلهپسې زېږونونه هم د سختې وینې کموالي او خوارځواکۍ لامل ګرځي.
د وینې پر کمښت اخته یوه مور
د کابل ښار د کارته نو سیمې اوسېدونکې او په ملالۍ زېږنتون کې یوه ناروغه روګل وايي: «ډاکټرانو راته وویل چې وینه مې ډېره کمه ده، دوه کاله مخکې پر خپل لومړي ماشوم عملیات شوې وم.»
نوموړې وویل چې د میندوارۍ په نهو میاشتو کې د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې وه او ډاکټرانو د وینې د کمښت درملو سپارښتنه ورته کړې وه، خو اوس یې هم وینه کمه ده.
هغې له بد اقتصادي وضعیت شکایت وکړ ویې ویل چې د میندوارۍ پر مهال یې په کافي اندازه قوي او اوسپنه لرونکي خواړه نه دي ترلاسه کړي.
د وینې پر کمښت د اخته ماشوم نیکه
د کابل ښار د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی محمدظاهر وايي چې لمسی یې پر خوارځواکۍ اخته دی او اوسمهال په صحت طفل روغتون کې بستر دی. هغه زیاتوي چې لمسي یې تبه او د خېټې سخت درد درلود او ورځ تر بلې یې وزن کمېده.
نوموړی وايي: «د عامې روغتیا له وزارته مو غوښتنه دا ده چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره دې مغذي مواد ډېر ووېشي.»
هغه خدمتونه چې په یاده برخه کې وړاندې کېږي
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې د خوارځواکو ناروغانو لپاره په هېواد کې ۸۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال وو، خو اوس دغه رقم ۳۲۰۰ ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي چې په یادو شته مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته کسانو لپاره تغذي مواد او د وینې کمښت درمل وېشل کېږي.
هغه زیاته کړه، یاد وزارت هڅه کوي څو پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو لپاره ځانګړي روغتیايي مرکزونه ډېر کړي څو هيڅ ماشوم او مور پر دې ناروغۍ اخته نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP