کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یوه قطري چاروکي سره په ټیلېفوني اړیکه کې له جرمني د افغانانو راستنولو د بهیر او نورو راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې جرمني کې به افغان ډیپلوماټان هلته مېشتو افغانانو ته شفاف کونسلي خدمات وړاندې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او بهرنیو چارو وزارت کې د قطر د دولت وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټیلېفوني اړیکه کې د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو اړیکو، له جرمني د ۸۱ افغان پناهغوښتونکو د راستنولو بهیر او پر پاتې پړاوونو باندې د کار او افغانستان ته د کډوالو د وروستیو څپو په تړاو خبرې وشوې.
یاد وزارت لیکلي، متقي د افغانستان او قطر اړیکې مخ پر وده وبللې او د جرمني له حکومت سره په وروستیو خبرو او پرمختګونو کې د قطر له همکارۍ مننه وکړه.
متقي ویلي، د بشري ادارو په مرسته به وکولای شي چې له جرمني راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي او ډاډ یې ورکړی چې جرمني کې به د افغان ډیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې او د خبرو راتلونکي پړاوونه به هم په مثبت ډول پر مخ ولاړ شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي هم ویلي چې افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او په دې وروستیو کې یې د قطر په اسانچارۍ د افغانستان او جرمني ترمنځ وروستی پرمختګ مهم بللی دی.
هغه ژمنه کړې ده چې د قطر دولت به د دې پروسې راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
ده ویلي، هېواد یې افغانستان ته د کډوالو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړوندو ارګانونو سره کار کوي چې د افغانستان له حکومت سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نبراسالحق عزیز او مصطفی هاشمي په نومونو دوه افغان ډیپلوماټان د جرمني پلازمېنې برلین ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، جرمني هم تایید کړې چې دوی به د اسلامي امارت له خوا لېږل شوي د قونسلګرۍ دوه استازي ومني څو افغانستان ته د «مجرمو» افغان کډوالو د بېرته ستنولو برخه کې تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره اونۍ د جرمني حکومت ۸۱ افغان پناهغوښتنکي بېرته افغانستان ته راستانه کړل او د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې اخراج شوو افغانانو په دغه هېواد کې جرمونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP