Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هېواد کې د کبانو روزنې نږدې اته زره نوي فارمونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه چې له مخې به یې په هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ نوي فارمونه جوړ شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن پر اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، د کبانو روزنې سکټور د پراختیا او دغه راز د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه.

په اعلامیه کې راغلي، له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د اوبو او برېښنا وزارت د لیدلوري په پام کې نیولو سره، د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړل وبلل شوه.

سرچینې لیکلي چې د دې طرحې پر بنسټ به په ټول هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ نوي فارمونه جوړ شي چې د کبانو د غوښې له اړخه به د هېواد اړتیا تر ۹۰ سلنه پوره او ۳۰۰ زره کسانو ته به په‌کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

دغه طرحه د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پرختیا پر پالیسۍ بحث وشو او له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه څو په دې پاليسۍ کې د اوبو او برېښنا وزارت لیدلوري ځای پر ځای او وروستۍ نسخه یې د کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.