کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور شوې، ۱۹ پروژې تعدیل او د یوې پروژې قرداد فسخه شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، د ملي تدارکاتو کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور شوې او د یوې پروژې قرارداد فسخه شو.
سرچينې د معلوماتو له مخې، همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو یې بیاځلې تدارکاتي پروسه و ارزوي. د یوې بلې پروژې په اړه جلا ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکي شرکت سره د پروژې د قيمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي او منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP