Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې د والیبال ملي فدراسیون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

غزني کې د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، یادې سیالۍ د والیبال لوبو ته د ودې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه پیل شوې چې درې اونۍ به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حیدرکرا لوبډلې خپلې سیالې فروشګاه لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادي لوبډلي یوه لوبغاړي ابراهیم د بدني روزنې او ورزش له ادارې مننه وکړه چې دوی ته يې د تفريح زمينه برابره کړې او غوښتنه کوي چې د دغو سياليو غوره لوبغاړو ته دې په ولايتي او ملي لوبډله کې د لوبو زمينه برابره کړي.

د يادونې ده، تېره ورځ په غزني کې د کرکټ ۲۴ کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالۍ هم پیل شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.