Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیې مولوي امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټليفوني خبرو کې، له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه ارزښتناک بللي او متقي ته یې د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګئي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي چې 
په دغو ټلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې وشوې.

متقي ویلي، د رسمیت له اعلان سره نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې‌ساری ګام اخیستل شوی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه‌ییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي: «د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بې‌مخینې فرصتونه رامنځته کړي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي نتایجو شاهدان اوسو.»

هغه ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري، او په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

بهرنیو چارو وزارت د یادې غونډې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.