کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یوه ښځه وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د قرغيو ولسوالۍ اړوند «عبدالرحیمزيو» سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د څاه د اوبو پر سر رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې هڅه کوي د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP