Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ابونصر فراهي بندر پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریب ځمکه ځانګړې کېږي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېسیون په ابونصر فراهي بندر کې د تخلیې، بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره د ۴۰۰۰ جریب ځمکې د ځانګړې کولو پرېکړه وکړه او په غزني کې یې پر ۳۵ جریب ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخونې جوړېدو طرحه تایید کړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېسیون خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې غونډې ته د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د تاسیساتو جوړولو او د موټرو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ځمکې د انتقال او د دغه بندر د پراختیا موضوع وړاندې شوه.

سرچينه زیاتوي: «له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په ابونصر فراهي بندر کې دې د تخلیې او بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره ۴۰۰۰ جریب ځمکه ځانګړې شي.»

خبرپاڼه کاږي چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې د دغه بندر د پراختیا نقشه او ډیزاین چمتو او پر ټاکلې نېټه دې اړوندو ادارو ته د پلې کېدو په موخه وسپاري.

سرچینې زیاته کړې، د مالیې وزارت ته هدایت شوی چې د دغه بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې د اړوندو وزارتونو له سهم څخه په پام کې ونیسي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د غزني په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخونې جوړولو طرحه تر بحث وروسته طرحه تایید شوه.

سرچینه لیکي، د دې طرحې له مخې په ۳۵ جریب ځمکه د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفیت سړه خونه او همدا راز د جوسو کارخونه جوړېږي چې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد تصمیمونه د منظورۍ په موخه د مشرتابه دفتر ته واستول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.