Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

جلال‌اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د جلال‌اباد ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند د بګرامۍ سیمه کې شوې ده.

سرچینې لیکلي: «د وژل شوي کس د کورنۍ د غړو څرګندونو له مخې، یاد کس خپله ځمکه پر بل چا پلورلې وه، خو وروسته چې ویني په یاده ځمکه ابادي روانه ده، ژور احساساتي فشار پرې غالب شوی او خپل ځان یې په ډزو وژلی دی.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې دغه کس ځان پر خپله شخصي تومانچه ویشتلی او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د یادونې ده، ځان‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅکله باید هیڅوک د ژوند د کړاوونو له امله دې چارې ته مخه نه کړي، بلکې پر ځای یې باید د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.