Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان امنیه قومانداني: د کان‌کیندونکو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی

فیض‌اباد (پژواک، زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بدخشان امنیه قومانداني وايي، درې ورځې مخکې د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په اویر سیمه کې د زرمینځلو د دوو کارګاوو د مالکینو او کارګرو ترمنځ فزیکي نښته کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې دغه پېښه درې ورځې مخکې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په اویز کلي کې د داملا نصرالدین او څارنوال محمدهاشم اړوند د زرمینځلو په کارګاوو کې د کان‌کیندونکو ترمنځ نښتې له امله، د داملا نصرالدین زوی عبدالوارث وژل شوی دی.»

هغه ټینګار کړی چې د څلورو چیني وګړو په ګډون د اتو بهرني وګړو د وژل کېدو په اړه خپرې شوې اوازې «محض دروغ» دي او حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان کې د نښتې له امله د څلورو چیني وګړو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.