کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): مسوولین وایي، د غزني او لوګر شپږو ولسوالیو کې د ۱۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د پوهنې ريیس مولوي نصیراحمد حسیني وویل د دغه ولایت په اندړو او ګیرو ولسوالیو کې د پنځو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو لپاره ودانۍ په اندړو او ګیرو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړو جوړې شوې دي.
هغه وویل، پر یادو ودانیو ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د حسیني په خبره، د ښوونځیو یادې ودانۍ درې په ګیرو او دوه په اندړو ولسوالیو کې جوړ شوې چې هره ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو منظم سیسټم، سولري برېښنا، د احاطې دېوالونه او نور اړین تجهیزات لري.
هغه زیاته کړه، په دغو ښوونځیو کې به سلګونه هلکان او نجونې زدهکړې کوي او په راتلونکي کې به نورو ښوونځیو ته هم عصري ودانۍ جوړې شي.
د اندړو ولسوالۍ د نظروالو سیمې قومي مشر محمدزمان پژواک ته وویل، په سیمه کې یې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه.
دغه راز، د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت په دریو ولسوالیو کې اوو ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې جوړ شوي چې هر جوړ شوی ښوونځی یې یوه اداري خونه، ۶ تدریسي خونې، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، د احاطې دېوالونه، د پاکو اوبو ژورې څاګانې، د لمریزې برېښنا او پاکو اوبو رسولو منظم سیسټمونه او پنځه تشنابونه لري.»
عرب زیاتوي، د ښوونځيو یادې ودانۍ په برهکي برک ولسوالۍ کې د پادخواب روغني د هلکانو او د برکي راجان د نجونو لېسو، په څرخ ولسوالۍ کې د ګرمابه د نجونو ښوونځي او په خروار ولسوالۍ کې د محمدي، حاجي بزرګ، شمشر ګوټکي او شیخ موسٰی لومړنیو ښوونځیو ودانۍ دي چې په پرانیستو سره به یې د شاوخوا ۲ زره او ۵ سوه زدهکوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
بلخوا، د پلعلم یوه اوسېدونکي مصور پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې ۷ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې.
هغه ټینګار وکړ چې د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ډېرو ستونزو سره زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP