کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي چې په افغانستان کې د دوو برېتانوي اتباعو د خوشي کېدو لپاره هڅې روانې دي خو تر اوسه یې د خلاصون پړاوونه نه دي بشپړ شوي او د هغوی بشري حقوق په بشپړ ډول په پام کې نیول کېږي.
د حکومتي ادارو د یوه کال لاستهراوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د بهرنیو چارو وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاستهراوړنې وړاندې کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د دوو برېتانوي اتباعو د خوشي کېدو لپاره هڅې روانې دي خو تر اوسه یې د خلاصون پړاوونه نه دي بشپړ شوي.
ده ویلي: «هغوی وخت په وخت له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې دي، هغوی ته قونسلي خدمات رسېږي او د هغوی چې کوم بشري حقوق دي، کاملن په نظر کې نیول کېږي، د روغتیا لپاره، د تماس لپاره، د اوسېدو ځای لپاره، ټولو ته یې رسېدنه شوې.»
اسلامي امارت د تېر کال په کب میاشت کې ویلي وو چې دوه برېتانویان، یو امریکایيالاصله چیني او یو افغان همکار یې د «ځینو ملاحظاتو» پر بنسټ نیول شوي او د دې موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي.
۷۹ کلن پېټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه برېټانوۍ مېرمن باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د نیول شوو برېتانوي اتباعو کورنۍ له اسلامي امارته غوښتنه کړې وه چې دوی دې ژر تر ژره ازاد کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه په یاده غونډه کې وویل چې څو میاشتې مخکې د امریکا متحده ایالتونو یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و، له هغوی سره مذاکرات وشول، په دې جریان کې ځیني اسیران خوشي شول، خو نور کسان چې اوس هم په زندان کې دي، د هغوی قضیې داسې څه نه دي چې اسلامي امارت له هغو سیاسي استفاده وکړي.
د ده په خبره: «بلکې داسې کسان دي لکه په نورو هېوادونو کې چې زموږ او تاسو وطنوال چې په زندانونو کې دي، ځیني یې ازاد شوي، ځیني یې دوسیې لري او ځیني کېدای شي په راتلونکي کې ازاد شي، داسې ستونزه نه ده چې هغه نه حل کېږي او یا هم خطرناک مشکل وي.»
همداراز په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس شعیب بریالي وویل چې په بهرنیو هېوادونو کې له لس زرو څخه ډېر افغانان په زندانونو کې دي.
هغه زیاته کړه، د یادو زندانیانو له ډلې تر ټولو ډېر یې په ایران، پاکستان او ترکیه کې او په یو شمېر عربي هېوادونو کې هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP