Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جلال آباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن سهار د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ په «بړو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دې پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.