کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې د افغانستان د بیارغونې لپاره له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د بیارغونې په موخه له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «په کابل کې مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ډېره ښه ناسته درلوده، موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د لا ښو همکاریو او دغهراز د افغانستان د بیارغونې او له دغه هېواد سره د همکاریو د پراختیا لپاره د نړۍوالو ژمنو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.»
د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP