کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، په افغانستان کې د خوړولو نړۍوال پروګرام له مشر سره په لېدنه کې ویلي، د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم پام وشي ځکه چېاوس په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د خوړولو نړۍوال سازمان له نوي مشر جان آیلیف سره وکتل.
متقي ویلي، د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې انکشافي برخې ته هم توجه زياته شي، اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځهت للي او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.
جان آیلیف په هم افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمات او مرستې له توقع پورته او د ستايلو وړ بللي او په دې برخه کې يې د یاد سازمان له خوا د لا ډېرو مرستو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی
هغه ویلي، د ملګرو ملتونو د خوړولو نړۍوال سازمان به لا هڅې وکړې ترڅو د انکشافي او بشري مرستو په جلب کې له ډونرانو سره خبرې اترې وکړي او په دواړو برخو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP