شبرغان (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په «تورخېل» کلي کې د ځايي مسوولینو، عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ۱۲ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلامنبي صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده شخړه د دواړو خواوو ترمنځ د یوې ټوټې ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې له څو جرګو او پرلهپسې ناستو وروسته نن (شنبې) پای ته ورسېده.
د هغه په خبره، یاده شخړه د عالمانو، قومي مخورو او امارتي ادارو له لوري حل او فصل شوه.
قومي مشرانو او د شخړې دواړو خواوو د جوزجان د سرحدونو او قومونو چارو ریاست د اغېزناکو هڅو ستاینه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP