کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت مسوولین وایي، افغانستان اوس له اوزبېکستان، ایران او ترکمنستان سره په مستقیم ډول د رېلپټلیو په وسیله نښلول شوی او تېر کال له دې لارې ۴،۴ میلیونه ټنه انتقالات شوي دي.
د حکومتي ادارو د یوه کال لاستهراوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د ټولګټو وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاستهراوړنې وړاندې کړې.
د ټولګټو وزارت مسوولینو په یاده ناسته کې وویل چې افغانستان اوسمهال د اوزبېکستان، ایران او ترکمنستان له هېوادونو سره په مستقیم ډول د اوسپنیزې کرښې په وسیله نښلول شوی او له دې لارې سوداګریز انتقالات کېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وویل چې افغانستان له یادو هېوادونو سره د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات د ۳۹۶ کیلومتره اوسپنیزې کرښې له لارې نښلول شوی او په غیرمستقیم ډول له دې لارې رېلي انتقالات تر چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان هېوادونو پورې هم رسېږي.
هغه زیاته کړه چې تېر کال د هېواد له څلورو (حیرتان، تورغونډې، اقینه او روزنک) بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۴،۴ میلیونه ټنه انتقالات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د افغانستان د ټولګټو، د اوزبېکستان د ترانسپورت او د پاکستان د رېلپټلۍ وزارتونو ترمنځ د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړهلیک لاسلیک شو.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ چارو مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده په یاده غونډ ه کې وویل چې دغه وزارت په تېر کال کې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنيزې کرښې، ساتنې او څارنې واورو پاکولو، جوماتونو، د ترافیکي نښو لګولو او د اجناسو برخه کې د څه باندې ۲۰۰ پروژو رغنیزې او ترمیماتي چارې پیل کړې وې چې ډېرې یې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو پروژې له ډلې ۵۴ د سړکونو او اوسپنې پټلۍ، ۱۶ پروژې د لویو لارو او سړکونو خوندیتوب، ۱۴ د جوماتونو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۵۰ د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې او ۵۴ نور پروژې د اجناسو د تدارکاتو برخو کې دي.
دغه راز، په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت ویاند وویل، دغه وزارت تېر کال د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه کې ټولټال د ۴۵ پروژو ترمیماتي چارې د څه باندې ۳،۱ میلیارده افغانیو په لګښت پیل کړې وې چې ۳۵ بشپړې شوې، څلورو تر کار لاندې دي او پاتې نورې د بېلابېلو عواملو له امله ځنډېدلې دي.
هغه زیاته کړه، په یادو پروژو کې څه باندې ۵۷۲ کیلومتره سړکونه، ۹۷۱ متره پلونه، ۳۲۳ پلګوټي، ۲۹۲۹ متره معبر واشونه، ۳۷۱۰ متره د استنادي دېوالونو سنګکاري او ۵۶۲ متره کانکرېټي استنادي دېوالونه ترمیم او بیارغول شوي دي.
هغه زیاته کړه، روان کال د ټولګټو وزارت پلان لري چې ۵۰ بېلابېلې پروژې پیلې کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د سروې او ډیزاین رییس وویل چې تېر کال د څه باندې ۱۲۶ کیلومتره سړکونو د ډیزاین کار بشپړ شوی او د ۱۳۹۵ کیلومتره سړکونو ډیزاین تر کار لاندې دی چې ۶۶ سلنه کار یې ترسره شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP