Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په نورستان ولایت کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د کونزايټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې وپلورل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ډبرو د پلور داوطلبي د نورستان د دواب ولسوالۍ په ماوې سیمه کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له ٢٠٠ د ډېرو پانګه‌والو په شتون کې ترسره شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په داوطلبي کې د کونزايټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې د ١٥٠ میلیونه افغانیو په قيمت و پلورل شوې چې په‌کې د اسلامي امارت ونډه ١٥ میلیونه افغانۍ ده.

یاد وزارت لیکلي چې دا د عوایدو د زیاتوالي او پانګه‌والو ته د پانګونې د لا ډېرو فرصتونو برابرولو برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.