کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د پاکستان، اوزبېکستان او برېتانیا چارواکي او د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر کابل ته راغلي وو، ډېر شمېر کډوال له ایران او یو شمېر له تاجکستان او پاکستان څخه راوایستل شول او یوناما ادعا وکړه چې یو شمېر کډوال ځورول شوي، خو ا.ا رد کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- کابل ته د پاکستان، اوزبېکستان او برېتانیا او اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې د مشر سفرونه
- متقي: د بګرام هوایي ډګر په ګډون په ټول افغانستان کې یو بهرنی پوځي هم حضور نه لري.
- ډېر شمېر افغان کډوال له ایران او یو شمېر له تاجکستان او پاکستانه راوایستل شول.
- ملګري ملتونه: ایران دې د افغان کډوالو ایستلو بهیر په تدریجي ډول ترسره کړي.
- د راستانه شوو کډوالو په اړه د یوناما اندېښنه او د ا.ا غبرګون
- افغانستان او پاکستان د ځینو توکو تعرفې تر نیمایي ډېرې راټیټې کړې.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله لس کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، په ننګرهار کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان وو. دغه راز په لغمان کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یوه ښځه وژل شوې وه او درې نور ټپیان شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، تېره اونۍ په بدخشان کې د زرمینځلو د دوو کارځایونو د مالکینو او کارګرو ترمنځ فزیکي نښته کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، ناپېژاندو وسلهوالو په کندهار کې یو کس وژلی او میدانوردګو کې د یوه پخواني ماین چاودنه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی و.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي وو او یو بل ټپي و.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
افغان کډوال
ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی. راپورونه ښیي چې له یوې میاشتې په کمه موده کې نږدې یو میلیون افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راایستل شوي دي.
د افغانانو د راایستلو دغه لړۍ روانه ده او ایران د افغانانو د ایستلو لپاره ضربالاجل د روان کال د وږي تر ۱۵مې غځولی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې تېره اونۍ افغانستان ته له ایران او پاکستانه نږدې ۹۳۵۰۰ افغان کډوال راستانه شوي چې ډېر یې له ایرانه دي.
راستانه شوي کډوال شکایت کوي چې ایران کې ناسم چلند ورسره شوی.
له ایرانه راایستل شوي د کابل اوسېدونکي طارق د هرات په اسلامکلا کې پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په ایران کې له بد وضعیت سره مخ وو، ایراني پولیس به د خلکو په کورونو ور ننوتل او په زور به یې ایستل، ما خپله ۱۸ ورځې بند تېر کړ، له ما یې پیسې، د جېب سامان او ان موبایل یې هم راته پرې نهښودل، ټول یې راڅخه واخیستل، زه اوس خپل هېواد ته په راتګ زیات خوشحاله یم، خپل وطن خپل وي.»
تېره اونۍ، د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د ایران د کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر دې په تدریجي ډول ترسره شي څو د دغه هېواد پر حکومت فشار را نه شي.
د راپورونو له مخې، په یاده لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د ایران له لوري د دغه هېواد په ګډون د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي په ګډون د درې اړخیزې ناستې غوښتنه، د نړۍوالو سازمانونو له لوري د مالي مرستو زیاتېدو، د افغان کډوالو د سمبالښت او د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
د دې ترڅنګ له پاکستان، تاجکستان او جرمني هم افغان کډوال راایستل شوي دي.
تېره اونۍ، تاجکستان «د قاچاق او جعلي اسنادو» په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځیني ټیمونه لېږلي دي.
له پاکستانه هم تېره اونۍ افغانان راایستل شوي دي. په تورخم کې یوې سرچینې پژواک ته وویل چې تېره اونۍ هره ورځ لسګونه کورنۍ له یاد هېواده افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه جمعه، د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې ۸۱ افغان پناهغوښتونکي یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې لېږلي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی و او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې وه.
د راستنو شوو کډوالو په اړه د یوناما اندېښنه او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل راپور کې له ایران او پاکستانه د افغانانو پر جبري راایستو اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې له ۲۰۲۳ کاله راهیسې ډېری کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړای شوي دي. یوناما ادعا وکړه چې ځیني راستانه شوي کډوال پّ افغانستان کې له ګواښ، ځورونې او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ شوي دي.
خو د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا د یوناما دغه راپور رد کړ، ویې ویل چې ټول راستنېدونکي د اسلامي امارت د عفوې له فرمانه برخمن دي.
فطرت ویلي: «هېواد ته ټول راستنېدونکي د عفوې له فرمانه برخمن دي، هیڅوک هم له سیاسي اړخه له هغوی سره دښمني، تضاد او د غچ اخیستو چلن نه کوي او که داسې څه پېښ هم شي نو حکومت یې مخنیوی کوي او عاملینو ته سزا ورکوي. البته که ځینو سیمو کې کومه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه بلکې شخصي اړخ لري او خورا جزي ده، چې یوناما ته نه ښایي چې له دغه راز پېښو ګټه واخلي او د پروپاګند په خپرولو سره د خلکو په منځ کې اندېښنې راپورته کړي.»
کابل ته د نړۍ د یو شمېر چارواکو سفرونه
تېره اونۍ، کابل ته د پاکستان د کورنيو چارو وزیر سید محسن نقوي، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي، د اوزبېکستان د استخباراتو رییس جنرال کوربونوف باخودیر او د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندزي راغلي وو.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني له خپل پاکستاني سیال سید محسن نقوي سره په لیدنه کې، له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویلي یې وو چې هر مشکل د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ د یووالي او ورپېښو ننګونو په اړه خبرې کړې. دواړو لورو د دې ډول لیدنو او متقابل تګ راتګ پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ.
تېره اونۍ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د اوزبېکستان د استخباراتو له رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي له مرستیال جنرال مختورف فرخ، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون او مل پلاوي سره په ليدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز، دواړو لورو د ښو اړیکو رامنځته کېدو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
دغه راز تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډزي په لومړي ځل کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.
ریچارډ لینډزي ویلي: «زه د برېتانیا د ځانګړي استازي په توګه کابل ته له خپل لومړي سفره تازه راستون شوی یم. ما د طالبانو د وزیرانو په ګډون د افغانانو له پراخې طبقې سره وکتل، د روغتیا او له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو او نورو مسایلو په تړاو مو بحث وکړ. افغانستان یوازې د خبرو اترو او هراړخیز تعامل له لارې پر مخ تللی شي.»
بګرام کې د چینایانو د شتون په اړه د ټرمپ ادعا او د ا.ا رد
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې ادعا کړې چې د بګرام هوایي ډګر د چینایي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او باید د امریکا پخواني حکومت دغه مهمه اډه له لاسه نه وای ورکړې.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تېره اونۍ د بګرام هوايي ډګر په اړه د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې په ټول افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو یو نظامي کس هم شتون نهلري او نه هم ا.ا په هېواد کې د بهرنیو نظامي حضور غواړي.
افغانستان او پاکستان د ځینو توکو تعرفې تر نیمایي ډېرې راټیټې کړې
تېره اونۍ، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ يو پلاوی پاکستان ته تللی و.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي و چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې د ځینو توکو تعرفې ۵۵ سلنه رالوېږي.
سرچینه زیاتوي چې د دغه تړون له مخې به د افغانستان له لوري پاکستان ته د انګورو، انارو، مڼو او رومیانو او د پاکستان له لوري د ام، کېنو، کیلې او کچالو تعرفې له شاوخوا ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته راټیټې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP