کندهار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چي د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې لس درملتونونه له ورغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دی.
د یاد ریاست د نشراتو مسوول احمدالله احمدي د شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اقدام د خوړو او درملو د نظارت او بازرسي آمریت له خوا د کلات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۹ درملتونونو د څارنې په ترڅ کې ترسره شو.
هغه وویل چې د څارنې موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د قانوني چوکاټ تطبیق او د خلکو د خوندیتوب ډاډمنتیا وه.
نوموړي زیاته کړه: «په هغو درملتونونو کې چې فارمسیستان موجود نه وو، د فعالیت اجازه یې تر امرثاني پورې لغوه او دروازې یې وتړل شوې.»
ده ټینګار وکړ چې دغه ډول څارنې به دوام ولري، څو ټول روغتیايي بنسټونه د نافذه قوانینو او مقرراتو پر بنسټ فعالیت وکړي.
له دې وړاندې هم د زابل په مرکز کې د شفري نسخو له لیکلو د مخنیوي په موخه نظارتي اقدامات ترسره شوي وو چې په پایله کې یې یو کتنځای هم تړل شوی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP