Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ترافیکي پیښې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی

جلال‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دووښځو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې  په ساحه کې یوه هایلکس موټر، د سړک پر غاړه روانې دوه ښځې وهلي او دواړو ژوند له لاسه ورکړی.

خبرپاڼه کې راغلي چې موټر چلونکی د امنیتي کسانو له لوري نیول شوی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.