Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یوه قومي دښمني پای ته ورسېده

غزني‌ښار (ژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اب‌بند او جاغوري ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ شخړه چې یو کال مخکې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، هواره شوه.

د غزني د قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي جان‌محمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل چې نږدې یو کال مخکې د جاغوري ولسوالۍ د هزاره قوم او د اب‌بند ولسوالۍ د لليزي قوم ترمنځ شخړه د عسکرکوټ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوه؛ په دې پېښه کې د لليزي قوم درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

نوموړي زیاته کړه چې دې پېښې وروسته قومي رنګ غوره کړ او دواړو خواوو یو بل ته ګواښونه کول، خو د سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له پرله‌پسې هڅو وروسته یې تېره ورځ په یوه لویه جرګه کې ترمنځ روغه جوړه وشوه.

مولوي مومن وویل، د روغې جوړې په دې جرګه کې د اب‌بند ولسوالۍ مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و. هغه ټینګار وکړ، که دا شخړه نه وای حل شوې، ښايي وروسته یې د دواړو قومونو ترمنځ ناوړې پایلې لرلې وای.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ په نورو سيمو کې هم دې ته ورته یو شمېر لويې او وړې بدۍ شتون لري چې پر ځينو يې کار روان کړى څو حل او فصل شي.

د یادې جرګې یوه ګډونوال او قومي مشر لعل‌خان پژواک ته وویل، له تېر کال راهیسې د دوو قومونو ترمنځ جنجال شتون درلود او یوه قوم هم نه شوای کولای په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به دواړه خواوې په سوله او ورورګلوۍ کې ژوند کوي او په ښو چارو کې به يو بل ته لاس ورکوي.

نوموړي له سمیه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

یوه دیني عالم عبدالباري بیا پژواک ته وویل، یووالی او همغږي ټولنه له بدبختیو ژغوري چې درز، اختلافات او کرکې کموي او په ټولنه کې د دوستۍ او همپالنې فضا رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه: «باید ووایو چې یووالی او همغږي په یوه ټولنه کې د بریالیتوب کیلي ده؛ ټولنه هغه مهال پرمختګ ته رسېږي چې ترمنځ یې یووالی او همغږي ټینګه وي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.