Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام مهالوېش اعلان شو؛ افغانستان له هانګ‌کانګ، بنګله‌دېش او سریلانکا سره یوه ګروپ کې لوبېږي

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه اعلان کړل؛ د دغه مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هانګ‌کانګ، بنګله‌دېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې سیالي کوي.

دغه سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر په نهمه د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د اتو هېوادونو لوبډلو په ګډون پیل شي؛ په دغو هېوادونو کې افغانستان، هانګ‌کانګ، بنګله‌دېش، سریلانکا، پاکستان، هند، عمان او کوربه امارات شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په نهمه له هانګ‌کانګ، دویمه سیالي به د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش او درېیمه به بیا د سپټمبر په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

د اسیا جام پایلوبه به د سپټمبر په ۲۸مه ترسره شي.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې اتلولي د هند لوبډلې ګټلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.