غزنيښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د غزني ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون د کونګفو اوولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کونګفو دوه ورځنۍ اوولسم پړاو سیالۍ د دغه ولایت د ورزش امریت په جمنازیوم کې د غزني مرکز اړوند د یو شمېر کلبونو ترمنځ ترسره شوې.
ده زياته کړه، دغه سیالۍ د ښه استعداد لرونکو ځوانانو پېژندلو، د غوره څېرو ټاکلو او منتخب ټیم ته د استازو پېژندنې په موخه ترسره شوې.
د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې د ځوانانو او د مشرانو له ډلو اته اته ورزشکاران د غزني منتخبې لوبډلې ته انتخاب شول او په وینا یې چې غوره لوبغاړو ته مډالونه او د اتلولۍ جایزې هم ورکړل شوې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP