Language

کورنیو چارو وزارت: بلخ کې ۲۶ کسان د وسله‌والې نښتې په تړاو ونیول شول

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د یوې وسله‌والې نښتې په تړاو ۲۶ کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بلخ امینه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ په قرغچلي کلي کې د ځمکې پر سر د رامنځته شوې شخړې په تړاو چې څو کسان په کې ټپيان شوي هم وو، ۲۶ کسان نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو لورو له نیول شوو کسانو څخه پنځه میله وسله هم ترلاسه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې خپلسرې کړنې ترسره او عامه نظم ګډوډ کړي.

سرچینې د یادې نښتې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.