Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

محمدنبي له ایرانه له راستانه شوو کډوالو سره یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

محمدنبي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «نن مې د خپل خیریه بنسټ، نبي خیریه بنسټ له لوري له ایرانه پر راستانه شوو افغان کډوالو باندې یو ‌میلیون افغانۍ مرسته ووېشله، دا زما د بنسټ د مرستو پیل و او ان‌شاالله دا بهیر به روان وي.»

نوموړي ویلي چې د کابل په یوه کمپ کې یې د کډوالو وضعیت له نږدې لیدلی او حالت یې نازک بللی دی. هغه له افغان سوداګرو غوښتي چې د دغو کډوالو ناوړه وضعیت درک کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړم چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند پای ته ورسوي او د ګاونډیتوب او د مهاجرت نړۍوالو اصولو په مبنا چلند غوره کړي.»

د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او په شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.