Language

پاکستان کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد او لاهور ترمنځ په چکوال نومي سیمه کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو پېښه کې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان جیو نیوز ټلوېزيون نن راپور ورکړی، یو مسافروړونکی بس چې د پاکستان له پلازمېنې اسلام‌اباده لاهور ته پر لاره و، چپه شوی چې له امله یې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د یادې پېښې ټپیان د راولپنډ‎ۍ یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د موټروې پولیسو له قوله لیکلي چې یاده پېښه د بس چلوونکي د بې‌پروایۍ له امله شوې ده.

پولیسو ویلي چې چلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

Related Topics