Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې ۶۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو پروژه بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): په کابل ښار کې د ۱۶۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه – چې ۶۲۰۰ کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي- ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

چارواکو په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د اوبو کمښت ستونزې د مخنیوي لپاره د اوبو پر ښه مدیریت ټینګار وکړ.

د امارتي شرکوتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشر مولوي غلام رحمن کظیم په دې ناسته کې وویل چې یاده پروژه د یوه کال په موده کې بشپړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د کابل په قرغه کې د دوو څاګانو کیندل، جنراتور ورته فعال کول او له قرغې د پنځمې ناحيې اړوند د پولیتخنیک پوهنتون ته څېرمه د اوبو تر زېرمتون پورې د څه باندې ۱۱ کیلومتره پایپ غځول د دې پروژې له کارونو دي.

ده وویل چې د یادې پروژې څه باندې ۱۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ورکړی دی.

د کظیم په خبره: «د نړۍوالو اټکل دا دی چې په ۲۰۳۰ کال کې به کابل ښار لومړی پایتخت وي چې د اوبو له نشت سره به مخ شي، خو موږ لا څلور کاله لرو او باید خپل اسباب په کار واچوو او د دغه بحران مخه ونیسو چې ان‌شاءالله دا کار به کوو.»

د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال هم په نننۍ ناسته کې وویل چې د یادې پروژې په پرانیستې سره د کابل ښار د خوشال‌خان، صفا ښارګوټي، رېګرېشن سیمه، دېوان‌بيګي، د سېلو شا ته سيمه، دویم او درېيم پروان سيمې، د مارکېټ او سرسبزۍ څلورلارې سيمې، د خیرخانې بېلابېلې سيمې او د بلاکونو سړک اړوند سيمو اوسېدونکو ته به د څښاک پاکې اوبه ورسول شي.

د «اېکسلېنت» په نوم شرکت مشر حمیدالله همت چې یاده پروژه یې پلې کړې، وویل چې حکومت دې د ځمکې لاندې اوبو پر ځای له سطحي اوبو ګټه واخلي او تر ځمکه لاندې اوبو له بې رویې راایستل کېدو دې مخه ونیسي څو د راتلونکو نسلونو لپاره یوه زېرمه وي.

د راپورونو له مخې، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د اوبو د سرچينو ناسم مدیریت او د نفوس بې‌ساري زیاتوالي کابل ښار له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ کړی دی، د اوبو کمښت د پلازمېنې کابل په یو شمېر برخو کې ګڼې کورنۍ اړې کړې څو د ساعتونو لپاره د اوبو ترلاسه کولو لپاره ټانکرونو ته په صفونو کې ودرېږي او یا د اړتیا وړ اوبو پوره کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي.

خو د کابل والي امین‌الله عبید په نننۍ ناسته کې وویل حکومت هڅه کوي کابل ښار ته د شاه‌توت له بند او د پنجشېر له سینده د څښاک پاکې اوبه راولېږدوي.

د اوبو پر مدیریت ټینګار

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف په نننۍ ناسته کې وویل: «دا منو چې موږ د اوبو له کموالي سره مخ یو، خو الحمدالله څپانده سیندونه لرو چې میلیونونه مترمکعب اوبه له هېواده بهر ځي، دا کار سم مدیریت او لوړ محنت ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، افغانستان د ځمکې پر مخ (سطحي) پرېمانه اوبه لري چې د سم مدیریت پایله کې د اوبو د کمښت ناورین مخه پرې نیول کېدای شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې شته اوبو ته په اشاره وویل، که چېرې اوبه سمې مدیریت او وکارول شي، د هېواد هيڅ ښار به د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ نه شي.

هغه زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې سطحي او د باران اوبه په ښه ډول مدیریت کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.