Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د نږدې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د میدان‌وردګو د پوهني ریاست د مطبوعاتو مسوول واصل صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځي په نرخ، چک، سيداباد او دايميرداد ولسوالیو کې بیارغول کېږي.

‎هغه زیاته کړه، یاد ښوونځي د يونيسف په مالي ملاتړ او د «صدا» داخلي مؤسسې په همکارۍ د شاوخوا ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي.

صالحي دغه راز وویل چې په دغه ولایت کې يو شمېر نورو ښوونځیو ته د څښاک اوبه او د حفظ الصحې سيسټم هم برابرېږي.

‎نوموړی ډاډ ورکوي چې دوی به د ميدان‌وردګو ولايت ټولو ښوونځيو او ديني مدرسو کې د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو خوندي او منظم چاپېريال برابر کړي.

‎ورته مهال، ځایي خلک له همکارو بنسټونو د مرستې او د پوهنې له ریاسته د هڅو له امله مننه کوي.

د نرخ ولسوالۍ د بادام سیمې یوه اوسېدونکي مطیع‌الله پژواک ته وویل، په سیمه کې یې د ښوونځيو ودانۍ په بد وضعیت کې دي چې اوس به د همکارو موسسو په ملاتړ ورغول شي.

نوموړی وایې، دغه څه بسنه نه کوي، د پوهني ریاست او همکار بنسټونه دې د ښوونځیو نوې ودانۍ ورته جوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.