ترینکوټ (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وایي چې تېره ورځ ځانګړو امنیتي ځواکونو یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې له یوې پټې زېرمې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د هغه په وینا، په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې شپږ میله کلاشینکوفونه، یو میل دهشکه، لاسي بمونه، زرګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او ګڼ شمېر نور پوځي مهمات هم شامل دي.
اروزګانی زیاته کړې، وسلې او مهمات په یوه کور کې زېرمه شوي وو چې په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، نیول شوي کسان تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP