خوستښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د خوست ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې یو ډاکټر د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
د خوست ولایت د مقام ویاند مستغفر ګربز پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه ډاکټر درې ورځې وړاندې له جلالاباد ښار څخه تښتول شوی و او له کورنۍ د خوشې کېدو په بدل کې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه شوې وه.
هغه لیکلي، چې یاد کس نن د امنیتي ځواکونو له لوري د یو لړ کشفي او دقیقو عملیاتو په ترڅ کې، د یاد ولایت ببرک تاڼې اړوند خانيغریزه سیمه کې پیدا او خوشې شو.
ده لیکلي، چې په دې تړاو څلور تنه اختطافګر، یو فولډر ډوله موټر او یو میل توپنچه هم د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.