Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د کابینې په غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو د رسولو په اړه بحث شوی، او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې درېیمه غونډه نن د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې زیات شوي، چې په غونډه کې د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او د خلکو لپاره د سالمو اوبو د برابرولو اړوند، اړوندو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې دوامداره توجه وکړي او عملي ګامونه واخلي.

د چارو ادارې د جزییاتو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې په دې غونډه کې همداراز د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو هم بحث او لازمې پرېکړې شوې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.