میمنه (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره د سلګونه نجونو لپاره د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
د یادونې ده، پرون (یکشنبه) مازدیګر د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د «ایتي اروق» په نوم د نجونو د لومړني ښوونځي ودانۍ چې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د «دارت» موسسې له لوري د ناروې هېواد په مالي مرسته جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد وویل، د یادې ودانۍ ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو سره پر یو وخت ۴۵۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
هغه زیاته کړه، ښوونځی د راتلونکو نسلونو د تعلیم او تعلم ځای دی څو زدهکړې وکړي او ټولنې ته د دیني عالم، انجنیر، ډاکټر او یا فني او مسلکي کس په توګه وړاندې شي.
ورته مهال، فارياب کې د دارت موسسې مسوول انجنیر سیفالدین مرادي وویل، یاد ښوونځی په نړۍوالو معیارونو برابر جوړ شوی، ۱۳ درسي ټولګي، اداري څانګه، لابراتوارخونه، د ساتونکي خونه، د اوبو څاه، احاطوي دېوال، د ماشومانو د لوبو میدان، مېزونه او چوکۍ، موبل او فرنېچر لري او دغهراز د سولري برېښنا سیسټم هم لري.
د سیمې یوه اوسېدونکي داملا نورالدین د نجونو د دغه ښوونځي پر جوړېدو او پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، اولادونو یې پخوا په ډېرو ستونزو تر خېمو او سره لمر لاندې زدهکړې کولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP